1393ټاكنې
د ټاكنو لومړنۍ پايلې به په يو څه ځنډ سره اعلام شي
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د ټاكنو لومړنۍ پايلې به په يو څه ځنډ سره اعلان شي. د ټاكنو د مهالوېش له مخې، ټاكل شوې، چې د ټاكنو لومړنۍ پاېله د غويي په څلورمه اعلان شي، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند ټينګار كوي، چې ښايي دا پايلې په يو څه ځنډ سره اعلان شي.
د مهالوېش له مخې، د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د ټاكنو لومړنۍ پايلې د غويي په څلورمه اعلان كړې واى، دې نېټې ته يواځې يوه ورځ پاتې ده، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي:
كه څه هم دوی په خپل وخت سره د ټاكنو د لومړنيو پاپلو اعلان ته ژمن دي، خو نوموړي ټينګار وكړ، چې د شكمنو محلونو څېړنه به زيات وخت واخلي او ښايي لوړنۍ پايلې په يو څه ځنډ سره اعلان شي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند همدارنګه وايي، چې د رايي وركولو له ۱۶۱۰ محلونو څخه تر اوسه اته سوه يو پنځوس پلټل شوي او همدا راز له ۷۸۹ محلونو څخه، چې بيا شمېرنه يي اړينه وه، ۵۵۷ محلونه بيا شمېرل شوي او د سې شنبې ورځې تر وروستيو به بيا شمېرنه پاى ته ورسېږي.
د نوموړي په وېنا، اووه نوي اعشاريه اووه سلنه رايي طى مراحل شوي او ۸۵ سلنه يي آرشيف شوي دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون همداراز ټينګار كوي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاكنو د پايلو پاڼې هم كميسيون ته رسېدلي او د ولسمشرۍ د پايلو له لومړني اعلان وروسته به پرې كار پېل شي.