تازه خبرونه

د ټاكنو پايلې دې په ټاكلي وخت اعلان شي- حامد كرزى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر حامد كرزي په خپلې پنځلس ورځنۍ راډيويي وينا كې ويلي، چې د ټاکنیز بهیر پاتې مراحل دې هم د افغانانو له هیله او قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، چې د خلکو اراده تمثیل شي.

ولسمشر حامد كرزي په دې راډيويي وينا كې ټينگار كړى، چې د ولسمشرۍ كانديدان بايد د خلكو رايو او د ټاكنو مشروع پايلو ته درناوى وكړي، چې ثبات، باور او ولسواكي په هېواد كې پياوړې شي.

نوموړي ويلي، نوى ولسمشر د ټول افغانستان ولسمشر دى او بايد دې هېواد كې ملي وفاق ته پاملرنه وكړي.

افغان ولسمشر همدا راز په دې راډيويي وينا كې هيله ښودلې، چې نوى حكومت به د پرمختگ، سولې او ثبات لپاره اساسي گامونه پورته كړي.

د نوموړي په وینا، په ټاکنو کې د افغانانو پراخ گډون وښودله، چې د افغانستان په خلکو کې پخپل ځان د باور روحیه خورا پیاوړې ده او افغانان بشپړه وړتیا لري، چې خپل ځان، خپل کور او خپل هېواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسیا کړي.

Trending

Exit mobile version