تازه خبرونه
د ټاكنو پروسه پنځه اويا په سلو كې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ ده
د انټرنشل دموكراسي مركز د افغانستان په څلور دېرشو ولايتونو كې د راروانو ټاكنو په باب د نظر پوښتنې پايلې ښيي، چې پوښتل شوي كسان په ټوله كې پنځه اويا په سلو كې د ټاكنو پروسه د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ ده.
په افغانستان كي د انټرنيشنل ډيموكراسۍ نړيوال بنسټ په راتلونكو ټاكنو كې د خلكو د ګډون د ليوالتيا او د ټاكنو په وړاندې د شته ستونزو د ارزولو په باب نظر پوښتنه كړې ده.
د انظر پوښتنه، چې په څلور دېرشو ولايتونو او يو سلو پنځلسو ولسواليو كې په نهو ورځو كې شوې ده.
دانټر نيشنل ډيمو كراسي د بنسټ غړی سيد ياسرحسيني وایي:
د نظر پوښتنې د پايلو له مخې د پوښتل شويو كسانو دوه اتيا په سلو كې په ټاكنو كې د ګډون ليوالتيا لري، خو دوى په ټوله كې د ټاكنو پروسه پنځه اويا په سلو كې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ بولي.
پوښتل شويو كسانو اندېښنه ښودلې، چې د ټاكنو په ورځ د رايو مركزونه، رايه وركوونكي او د ټاكنيزو توكو امنيت به خوندي نه وي.
په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:
همدا اوس شا او خوا دوه سوه ټاكنيز مركزونه د وسله والو مخالفينو له ګواښ سره مخامخ دي، خو زياتوي، چې هڅې يې پېل كړي د ټاكنو تر وخته د دغو مركزونو امنيت خوندي كړي.
په دغه نظر پوښتنه كې د خلكو له نظره د كانديدانو د موقف په باب هم معلومات خپاره شوي دي، خو دغه ډول نظر پوښتنو د معيار او شفافيت په باب پوښتنې هم مطرح كېږي.
د انټرنشنل ډ يموكراسۍ د موسسې رئيس ذ كريا باركزى بيا وايي، چې نظر پوښتنه يې يوازې د ټاكنو پر وړاندې د پرتو ستونزو او هغو ته د حل لارو د موندلو لپاره تر سره كړې ده تر څو په افغانستان كې د دغې ملي پروسې د خونديتوب او شفافيت لپاره پر وخت او پر ځاى ګامونه اوچت شي.