سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو پر مهال د خبري رسنيو لخوا د بې طرفۍ د اصل د نه ساتنې په باب اندېښنې موجودې دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
كه څه هم په افغانستان كې د پارلمان او ولسمشرۍ تېرې ټاكنې د خبريالانو په تجربو او مهارتونو كې ګټورې تمامې شوې دي، خو لاهم د ټاكنو پر مهال د خبري رسنيو لخوا د بې طرفۍ د اصل د نه ساتنې په باب اندېښنې موجودې دي.
د نۍ د دفترمسوٌل صديق الله توحيدي وایی:
خبريالان د همدې تشې د ډكولو لپاره په كابل كې را ټول شوي او په دې خبرې كوي، چې څنګه كولاى شي را روانې ولسمشريزې ټاكنې تر خبري پوښښ لاندې ونيسي.
خبريالان كه څه هم دا ډول مشورتي غونډې ګټورې بولي خو زياتوي، چې دولت لاهم د خبريالانو ملاتړ نه كوي.
په تېرو لسو كلونو كې افغاني رسنيو د پام وړ پرمختګ كړى، خو د دې غونډې جوړوونكي وايي، چې د ټاكنو په تېرو پړاوونو كې يو شمېر ګوندې او حزبي رسنيو د بې پرېوالي اصل له پامه غورځولى وو.