سیمه ییز خبرونه

د ټاكنو په ورځ به د راى اچونې ټول مركزونه پرانستې وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت وايي، د رايې وركوونكيو لپاره به د رايې مناسب شرايط را منځته كړي.

د ۲۰۱۴م كال ټاكنې د ناامنيو له شكايتونو سره يو ځاى را نږدې كيږي. دا هغه ټاكنې دي، چې افغان امنيتي ځواكونه يې په يوازې توگه د امنيت ساتل په غاړه لري.

كه څه هم امنيتي چارواكي د ټاكنو د امنيت ساتلو لپاره په چمتوالي بوخت دي؛ خو د افغانانو او ټاكنيزو بنسټونو له خوا  داسې اندېښنې هم شته، چې امنيتي حالت به له دې هم خراب شي.

له دې وړاندې امنيتي چارواكو منلې وه، چې په ټول هېواد كې د رايې شاوخوا نيمايي مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي. خو اوس د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د رايې وركولو د اووه زره مركزنو امنيت يې ټينگ كړى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند زياتوي، د ټاكنو په ورځ به د رايې وركولو ټول مركزونه پرانستي وي.

له دې وړاندې د ټاكنو خپلواك كميسيون ويلي ول، چې كه ټاكنې دوه يم پړاو ته ولاړې شي؛ نو دوى ورته پوره چمتوالى لري او د كورنيو چارو وزارت هم د ورته چمتوالي خبر وركوي.

په پام كې ده، چې تر راتلونكيو درې مياشتو ټاكنيزې سيالى پيل شي.

امنيتي چارواكي وايي، چې دوى د ټاكنو د كميسيون د كاركوونكيو او نوماندانو د امنيت لپاره لازم  تدابير تر لاس لاندې لري.

دا، چې امنيتي ځواكونه به تر كومه حده د ټاكنو امنيت وساتل شي هغه پوښتنه؛  وخت به يې ځواب ووايې.

Trending

Exit mobile version