سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو په ورځ به د رايو لس په سلو كې مركزونه تړلي وي
د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې د ټاكنو په ورځ به د رايو لس په سلو كې مركزونه د نا امنيو او نورو طبعي ستونزو له كبله تړلي وي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين همدارنګه زیاتوي، چې د رايو په پنځوس په سلو مركزونو كې به د ښځو لپاره جلا مركزونه وي چې ښځينه كار كوونكې به هم پكې وي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو لپاره تر يوې اوونۍ كم وخت پاتې دى، د ټاكنو خپلواك كميسيون ډاډ وركوي، چې د اعتبار وړ ټاكنې تر سره كړي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارلاانشا رئيس ضيا الحق امرخېل وايي، چې د ټاكنو د څار لپاره نږدې دوو سوو زرو څارونكو ته د څارنې كارتونه وېشل شوي دي.
نوموړی همدارنګه وايي، كه كوم كانديد سرغړونه وكړي، جدي چلند به ور سره وكړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون مسئولين همدارنګه د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ څخه خوښي څرګندوي، او وايي، چې خلك كولى شي، په ډاډه زړه په ټاكنو كې ګډون وكړي.
وېل كېږي په تېرو ټاكنو كې نږدې پنځو ميليونو افغانانو ګډون كړى و. د شمېرو له مخې درې نيم ميليونو كسانو تازه د رايو كارتونه تر لاسه كړي دي، خو ميليونونه نور بيا د تېرو ټاكنو كارتونه له ځان سره لري.
ټاكل شوې، چې د را روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ( د وري ۱۶ ) به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې تر سره شي.