سیمه ییز خبرونه
د ټاكنو څارنه او د قوانينو تصويب به د ولسي جرگې له لومړيتوبونو وي
د ولسي جرگې اداري پلاوى وايي، د ټاكنو څارنه او د كانونو د قوانينو په گډون به د يوولس قوانينو او نهه هوكړه ليكونو تصويب د دې جرگې نور مهم كارونه وي.
د قانون له مخې، ولسمشر بايد د كب په ۱۶ د ملي شورا شپاړسم تقنيني كال پرانيستى واى؛ خو سريلانكا ته د حامد كرزي سفر او د محمد قسيم فهيم مړينې دا چاره وځنډوله.
دولسی جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقي وايي، د ځينو قوانينو او هوكړه ليكونو د تصويب تر څنگ به د دې جرگې بل ستر لومړيتوب د راتلونكيو ټاكنو څارنه وي.
ښاغلى سلجوقي زياتوي، د كانونو قانون د هېواد له اقتصادې ودې سره مرسته كوي او په كار وه، چې په تېره دوره كې تصويب شوى واى؛ خو د نوموړي په خبره د دې قانون په مسوده كې ځينې ابهامات موجود ول، چې همدا چاره د قانون د تصويب د مخنيوي لامل شوه.
ښاغلي سلجوقي په ډاگه كړه، چې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی د مخنیوي د قانون په مسوده كې د ولسی جرگی د غړيو تر منځ د اختلافاتو له كبله دا مسوده ځانگړي کمیسیون ته وسپارل شوه او په نوي تقنيني كال كې به د دې قانون تصويب هم د جرگې له لومړيتوبونو څخه وي.
ويل كيږي، چې د ملي شورا ځينې غړي همدا اوس د هېواد د بېلابېلو سيمو په ټاكنيزو كمپاينونو كې بوخت دي؛ خو د ولسي جرگې اداري پلاوى وايي، د ملي شورا غړي بايد خپلو ملي مسووليتونو او قانوني مكلفيتونو ته پام وكړي، چې ټاکنې رڼې ترسره شي.