1393ټاكنې
د ټاكنيزو درغليو عاملين بايد په سزا ورسول شي- غني
اشرف غني احمدزى له خپل سيال داكتر عبدالله عبدالله وغوښتل، چې په ټاكنو كې درغلي مردوده وبولي.
نوموړى له خپل سيال داكتر عبدالله عبدالله او ولسمشر حامد كرزي غواړي، چې له نړيوالې ټولنې څخه د ارگو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې زيانمنو شويو ته د نورو زياتو مرستو غوښتنه وكړي.
ښاغلي احمدزي د بدخشان د ارگو ولسوالۍ د غره ښوييدنې وروستۍ پېښې ته په نغوته پر دولت او ملگرو ملتونو له دې امله نيوكه وكړه، چې زيانمنو شويو ته په لاسرسۍ كې پاتې راغلي دي.
دى وايي، د وروستۍ طبيعي پېښې زيانمنو شويو ته بايد سرپناه جوړه شي.
نوموړي دا خبرې په هغه غونډه كې كړي، چې د افغانستان د اسلامي حزب د شوراگانو اتحاد ترې خپل ملاتړ په ډاگه كړ.
د افغانستان د اسلامي حزب د شوراگانو د اتحاد رييس قاضی محمد امین وقاد له ښاغلي احمدزي وغوښتل، چې په افغانستان كې د ثبات د ټينگښت لپاره هڅې وكړي او د ملا عمر په گډون له ټولو وسلوالو مخالفينو سره خبرې پيل كړي.
د ټاكنو د مهال وېش له مخې، ټاكل شوې د ولسمشرۍ د ټاكنو وروستۍ پايلې د غويى په ۲۴ اعلام شي. كه څه هم تر اوسه نه ده معلومه، چې ټاكنې به دوه يم پړاو ته ځي او كه نه؛ خو د ټاكنو له لومړنيو پايلو او وروستيو ټاكنيزو پرمختگونو ښكاري، چې ټاكنې ښايي په لومړي پړاو كې گټونكى ونه لري او دوه يم پړاو ته به ولاړې شي.