سیمه ییز خبرونه

د ټاكنيزو سياليو څخه وړاندې د نظر پوښتنو خپرېدل د قانون خلاف كار دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون د هغه خبردارې سره سره، چې ويلي وو هېڅ يو بنسټ او رسنۍ نه شي كولاى د نظر پوښتنې په خپرولو سره د ولسمشرۍ كوم نوماند قوي يا كمزورۍ اعلان كړي.

د ټاكنو د كميسيون د ټاكلې مودې په اساس په پام كې ده د ولسمشريزو ټاكنو لپاره ټاكنيزې سيالۍ د سلواغې په ديارلسمه نېټه پېل شي، خو په دې وروستيو كې ښكاره شوې، چې يو شمېر غېر دولتي بنسټونه او رسنۍ د نظرپوښتنو په خپرولو سره له نوماندانو د خلكو د ملاتړ كچه ښكاره كوي.

د ټاكنو د شكايتونو كميسيون  ویاند نادر محسني، د دغه بهير دوام د قانون په ګټه نه بولي او خبر داری یی وركړى دۍ، چې دا ډول نظر پوښتنې دې نورې نه تكرارېږي.

د شكايتونو د كميسيون د دغه خبر دارۍ دوه ورځې وروسته يو ځل بيا د ګليفم اسوشېت په نامه يو بنسټ له نوماندانو څخه د خلكو د ملاتړ د څرنګوالي په باب  يوه تازه نظر پوښتنه خپره كړې ده، د دغه بنسټ مسئول پاميلا هنټر وايي، چې ياده نظر پوښتنه د هيواد په څلور درېشو ولايتونو كې د خلكو سره د خبرو پر اساس جوړه شوې ده.

هغه همدارنګه وایي، دا نظر پوښتنه د افغانستان په څلوردېرشو ولايتونو كې تر سره شوې او زمونږ بنسټ له ۲۵۰۰ كسانو سره مخامخ خبرې كړې تر څو ښكاره شي، چې له نوماندانو څخه د خلكو ملاتړ څه ډول دى.

په همدې حال كې سياسي كارپوه حشمت الله بېژن پور په دې باور دې، چې د ټاكنيزو سياليو څخه وړاندې د دا  ډول نظر پوښتنو خپرېدل د قانون خلاف كار دى.

په پام كې ده راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې د ۱۳۹۳ كال د وري مياشتې په شپاړسمه نېټه تر سره شي او د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره به يوولس نوماندان له يو بل سره سيالي وكړي.

Trending

Exit mobile version