1393ټاكنې
د ټاكنيزو شكايتونو د څېړنې وروستۍ پرېكړه به غيرعلني وي
په تېرو څو ورځو كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ټول هېواد په كچه سلگونه ټاكنيز شكايتونه په علني غونډو كې وڅېړل او رسيدگي ورته وشوه. اوس پوښتنه دلته ده، چې آيا د دې شكايتونو په اړه پرېكړه به عنلي وي او كه د تړلو دروازو تر شا؟
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون كميشنر وايي، چې د ټاكنيزو شكايتونو د څېړنې پرېكړه به غيرعلني وي.
د دې كميسيون كمشنر عزیزالله آریافر زياتوي، په پېنځه علني ناستو كې د الف كته گورۍ اته سوه پېنځه څلويښت ټاكنيزو شكايتونو ته لاسرسي شوې او څېړل شوې دي.
دوى وايي، ټاكل شوې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به په دې تړاو پرېكړه د شنبې او يا يكشنبې په ورځ وكړي.
ويل كيږي، چې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون پرېكړه به د ټاكنو پر وروستيو پايلو اغېز وكړي؛ خو تر اوسه څرگنده نه ده، چې د دې شكايتونو د څېړنې پايله به ټاكنې په لومړي پړاو كې پاى ته ورسوي او كه دوه يم پړاو ته به ولاړې شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي:
فكر نه كيږي، چې د دوه يم پړاو ټاكنې به پخپل وخت ترسره شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر محمد عزیز بختیاری وايي، د ټاكنو د وروستيو پايلو له اعلان سره كه نوماندان پنځوس جمع يو رايې خپلې نه كړي؛ د دوه يم پړاو ټاكنې به څلور اوونۍ وروسته تر سره شي.
نوموړى زياتوي، د ټاكنو له وروستۍ پايلې وروسته به د دوه اوونيو په دننه كې ټاكنې ستونزمنې وي.
د ټاكنو له لومړنيو پايلو په ډاگه شوې، چې د ولسمشريزو ټاكنو د دوه مخكښو نوماندانو داكتر عبدالله او غني احمدزي تر منځ به د دوه يم پړاو ټاكنې هم ترسره شي.