1393ټاكنې

د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې له زرو زيات شكايتونه ثبت شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دې كميسيون مسئولين وايي، له دې شكايتونو څخه يو زرو يوسلو اووه يي ټيليفوني دي او ۱۷۰ نور شكايتونه په مستند ډول دوى ته رسېدلي. د راى پاڼو بې وخته خلاصېدل، د يوه ځانګړي كانديد په ګټه د صندوقونو ډكول او د افغانستان په ګوټ ګوټ كې د څارونكو له څارنې مخنيوى د دې شكايتونو جدي هغه دي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وایي:

د ټاكنو له پاى ته رسېدو سره په يوه وخت د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته سلګونه شكايتونه رسېدلي. دې كميسيون له غرمې مخكې تر يوولسو بجو له زرو زيات شكايتونه تر لاسه كړي. نوموړی همدارنګه وایي،

ټول شكايتونه: 1269

ټېلفوني شکایتونه: 1107

مستند شكايتونه: 170

د دې سرغړونو جدي برخې

د يوه كانديد په ګټه د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د صندوقونو ډكول.

په ټول هېواد كې د راى پاڼو پاى ته رسېدل.

راى پاڼې په مركز كې خلاصې شوې او د كابل ښار په ۹،۳،۶،۱۷، او ۱۳ ناحيو كې.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون همدارنګه وايي، د هرې رايې استعمال څه ناڅه يوه دقيقه وخت اخلي او په هر صندوق كې ۶۰۰ رايې لوېږي؟

پوښتنه؟؟

600 دقیقې په انفرادي توګه د صندوقونو د ډكولو لپاره اړتيا ده؟ څنګه په دولس نيمو بجو دا شپږ سوه دقيقې بشپړې شوې؟

تورن:

د ټاكنو د خپلواك كميسيون كاركوونكي

د حكومت زورواكان

د كانديدانو څارونكي

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون، شكايتونه د سې شنبې تر شپې ټولوي او وروسته خپل وروستى راپور د غويي تر څلورمې د ټاكنو د مهال وېش له مخې اعلاموي.

Trending

Exit mobile version