سیمه ییز خبرونه
د ټاكنيزو پروگرامونو خپرول به په ټاكنو كې د درغليو مخنيوى وكړي
د ټاكنو خپلواك كميسيون او د بېلابېلو بنسټونو مسوولينو او استازيو له رسنيو وغوښتل، چې د راتلونكيو ټاكنو پر سر بشپړه څارنه وكړي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس ضيالحق امرخېل وايي: رڼې ټاكنې په افغانستان كې د سياسي ليږد يواځينۍ لار ده.
د انترنيشنل ديموكراسۍ دفتر د پنجشنبې په ورځ(د لړم۱۶) د ټاكنو د خپلواك كميسيون، ځينو وزارتونو، مدني ټولنو او د رسنيو د څينو مسوولينو په شتون كې د ټاكنو په پروسه كې د رسنيو پر رول خبرې وكړې.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي كميسيون له ټولو بنسټونو، خلكو او رسنيو وغوښتل، چې په دې بهير كې پراخ گډون وكړي؛ خو دې ټولو ته په پام سره ناامني د راتلونكيو ټاكنو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلل كيږي.
د افغانستان د ديموكراسي د څار د موسسې رييس زكريا باركزى وايي:
په ټاكنو كې د ټاكنيزو بنسټونو پوره خپلواكي، له درغليو مخنيوى او د خلكو پراخ گډون له رڼو ټاكنو سره مرسته كولى شي، خو له دې پرته به د ټاكنو بهير سخت زيانمن شي.
په داسې حال كې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاكنو ته ور نږدې كيږو؛ خو اوس هم د دې بهير په تړاو اندېښنې او هيلې څرگنديږي.