تازه خبرونه

د ټانکرو سوځېدو د کورنیو چارو وزیر د ولسی جرګي استجوابیه غونډې ته حاضر کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر مني، چی د امنیتی تشې له امله د کابل په کمپنۍ سیمه کې د تېلو لسگونه ټانکر وسوځېدل د نفتو د ټانکرونو د سو ځېدو له امله، چي ډېر اقتصادي ځيانونه سوداګرو ته ورسېدل دوی په خپلو چارو کی پاتی راغلی.
څو موده وړاندی د کابل په کمپنۍ سیمه کې د تېلو لسګونو ټانکرو سوځېدو د کورنیو چارو وزیر د ولسی جرګي استجوابیه غونډې ته حاضر کړ.
په دغه اورلګېدنه کې سوداګرو ته ډېر مالي تاوانونه واوښتل.
د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ او شکریه پیکان امنيتي چارو واكي په بي كفايتۍ تورنوي او وایی، چي په خپلو چارو كې پاتې راغلي دي.
خو د كورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزی كه څه هم، چې د ټانكرونو په انتقال کې د ځند لامل د لارو په اږدو کې امنیتی ستونزې بولي، خو خپلې نیمګړتیاوې هم مني.
د کورنیو چارو وزیر ووېل، چی په دې پېښه کې ۳۰۷ نقلیه وسایط سوځېدلي، چی په تور یی ۵ د سرای ساتونکی نیول شوي او سرایوان، چی قرارداد (تړونلیک) یی هم غېر قانوني دی په تېښته بریالی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت چارو واکی همدارنګه وایي، چی په دې اړه د ګمارل شوي پلاوي څېړنه دوام لري، چی تر څېړنې وروسته به عاملین یی د قانون منلګولو ته وسپارل شی.

Trending

Exit mobile version