تازه خبرونه

د ټاپي پروژې د اړتیا وړ پایپونو او تجهیزاتو د لېږد بهیر له نږدې وارزول شو

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې منظمې او چټکې روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

Published

on

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال له ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې او د هرات برخې لپاره د ټاپي پروژې اړینو پایپونو او تجهیزاتو د لېږد بهیر یې له نږدې ارزولی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې منظمې او چټکې روانې دي او د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې؛ تر اوسه ۶۳ کیلومټره نل غځول شوی او د نورو ۱۲۵ کیلومټرو نلونو د نصب د دوام لپاره چمتو شوی دی.

همدارنګه شاوخوا ۵۱ کیلومټره نلونه له بهر څخه د پروژې سیمې ته رالېږدول شوي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د ټاپي پروژې عملي بهیر اوس د پخوا پر پرتله چټک شوی او هره ورځ په دې پروژه کې نږدې ۵۰۰ مټره نوي نلونه ویلډ کېږي.

ټاپي پروژه د سیمې له سترو ګاز لېږدونکو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version