تازه خبرونه

د ټاکنو اوږوالي یو شمېر نړیوالې موسسې اندېښمنې کړې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ټاکنو اوږوالي په امریکا کې یو شمېر نړیوالې موسسې اندېښمنې کړې دي. د امریکا د داین ګروپ موسسې مشر وایې: افغانان باید هغه فرصتونه له لاسه ورنکړي، چې نړیوالو دوی ته مساعد کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو اوږدوالي ظاهرآ د امریکا د خلکو د صبر کاسه نسکوره کړې ده. د امریکا د ډاین ګروپ انټرنیشنل موسسي مشر له اریانا نیوز سره په ځآنکړې مرکه کې وویل د امریکا خلک هیله مند و چې د افغانستان ټاکنې له کوم ستونزې پرته ترسره شي.

د داین ګروپ انتټرنیشنل د موسسې مشر جان ګ سترټ وایي، د ټاکنو لړۍ په خبرونو کې تعقیب وم، او ډېر هیله مند و، چې له کومې ستونزې پرته مثبته پایله ورکړې، خو زما شخصي نظر د افغانستان په اړه دا دی، چې په افغانستان کې فرصتونه او قابلیتونه ډېر زیات دي. او ډېر هیله مند یم، چې نوی مشر واک تر لاسه کړي او هغه امکانات، چې موجود دي ترې استفاده وکړي.

ښاغلي جان همدارنګه وایې، چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ډېرې ژمنې کړې دي او هیله لري ترڅو د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شي.

نوموړی زیاتوي، نړیواله ټولنه له افغانستان سره د ډېرو مالې مرستو ژمنه کړې ده په دې آند، چې په افغانستان کې ملې وحدت حکومت رامنځ ته شي. زه له دې ډول ژمنو ملاتړ کوم. افغانستان پرمختګ ته اړتیا لري او ما هم فرصت درلود، چې په تېرو ۱۱ کلونو کې پرمختګ وګورم.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنیز جنجالونه د هېوادوالو اندېښنې هم راپارولې دي او دوې هیله مند دي، چې دواړه ټاکنیز ټیمونه ډېر ژر پرېکړې ته سره ورسېږي.

Trending

Exit mobile version