تازه خبرونه

د ټاکنو او شکايتونو کميسيونو اداري ټاکنې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کميسيون نن نجیب‌الله احمدزی د ريیس او عبدالقادر قریشي او وسیمه بادغیسي د هغه د مرستیالانو په توګه وټاکل او همداراز د شکايتونو کميسيون عبدالعزيز اريايي د رييس او حميرا حقمل هم د مرستيالې په توګه وټاکل.

د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو وغوښتل چې د پارلماني ټاکنو له پاره ځانونه چمتو کړي او په دریو میاشتو کې د ټاکنیزو حوزو په هکله خپله طرحه کابینې ته وړاندې کړي. د ښاغلي دانش په وینا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ډېر مهم ګڼي او زیاتوي چې باید په بشپړه بې طرفۍ د ټاکنو د شفافیت له پاره کار وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون نوو کمېشنرانو د رييس او مرستيالانو تر څنګ ګلاجان د منشي او عبدالبدیع صیاد د ویاند په توګه په کار وګومارل.

په همدې توګه  عبدالعزیر اریايي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ريیس او حمیرا حقمل د دغه کمیسیون د مرستیالې په توګه وټاکل شوه. دغه راز علي رضا روحانې د کمیسیون د منشي او ویاند په توګه په کار پیل وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ له نویو کمېشنرانو غواړي چې هر څومره ژر د پارلماني ټاکنو له پاره خپله طرحه کابینې ته وړاندې کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي: “نه بايد نور هم خپل وخت له لاسه ورکړو، په بيړه بايد کار وکړئ او د ټاکنو له پاره تیاری ونيسئ، د حکومت دنده ده چې ستاسې مالي او سياسي ملاتړ وکړي.”

دغه کمیسیون دنده لري چې داخلي ګومارنې بشپړې کړي، د ټاکنو طرحې جوړې او مهال وېش يې اعلان کړي د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له مسولینو غواړي چې په پوره بې طرفۍ خپلې چارې په مخ یوسي.

محمد سرور دانش زیاتوي: “د شکايتونو کميسيون کار د ټاکنو تر کميسيون ډېر ارزښت لري، د دې کميسيون پرېکړې قضايي دي، د شکايتونو د کميسيون حکم لوړه ټاکنيزه مرجع ده چې دا کميسيون په ټاکنيز بهير کې د سترې محکمې په څېر عمل کوي.”

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسولین هم په دې باور دي چې د خلکو او ملت په وړاندې ستر مسولیت لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تخنیکي مرستیاله وسیمه بادغېسۍ وايي: “موږ بايد د هېوادوالو باور بېرته تر لاسه کړو، سره له دې چې موږ به له کورني اړو دوړ سره هم مخ وو.”

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي: “له نړيوالې ټولنې غواړو چې له موږ سره مالي او تخنيکي همکاري وکړي کنه راتلونکې ټاکنې به له کړکېچ سره مخ شي.”

د ولسمشر دویم مرستیال له ټاکنیزو کمیسیونونو غواړي چې په ښکاره ډول خپلې پرېکړې وکړي. ده حکومت مکلف وګاڼه چې په ټاکنیزو کمیسیونونو د هر ډول لاسوهنې مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version