1393ټاكنې
د ټاکنو او شکایتونو خپلواک کمیسیونونه، خپلواک نه دي- سيرت
د ټاکنو او شکایتونو خپلواک کمیسیونونه هیڅ کله هم خپلواک نه ول او نه دي.
عبدالستار سیرت، چې د افغانستان یو له پيژندل شویو سیاسي څیرو څخه دی وایې، چې د ټاکنو او شیکایتونو کمیسیونونه باید روڼوالی د خپلو کارونو په لومړیتوب کې راولې.
یاده څېره د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونه د حامد کرزي فرمایشي کمیسیونونه بولي.
عبدالستار سیرت د ۲۰۰۱م كال د بن په کنفراس کې د حامدکرزي په وړاندې ولاړ و؛ خو بریا يې په برخه نشوه.
نوموړى تېره اوونۍ كابل ته راغى او د سولې د ملي جبهې د جوړولو اعلان يې وكړ.
داسي ښکاري، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ بې تفاوتیو نوموړی په غصه کړی دی.
د سولې د ملې جبهې مشر ښاغلی سیرت وایي، چې د یادو کمیسیونونو کارکوونکي بشپړ پېژني، چې څوک دي او د څه لپاره کار کوي.
ښاغلى سيرت وايي:
که د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونه خپل بې پريتوب په پام کې ونه نیسي؛ په راتلونكي حكومت كې د ناورین رامنځته کيدو ټول مسوولیت به د دوې په غاړه وي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره لیلا احرارې د نوموړي څرگندونې ردوي.
عبدالستار سیرت، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان څخه بهر اوسيدلى کابل ته له راتگ څخه يې ۲۱ ورځې کیږي او د سفر موخه یې هم دافغانستان د سولې په لړ كې د جبهې رامنځ ته کول بلل شوي دي.
ځینې کارپوهان بیا د ټاکنو په درشل کې د ده حضور سیاسي امتیاز غوښتنه په گوته کوي.