1393ټاكنې
د ټاکنو تخنیکي بهیربه د روانې اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي- حبیبي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینگارکوي، چې د ټاکنو تخنیکي بهیربه د روان اوونۍ تر پایه پای ته ورسیږي.
شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د دوه یم پړاو رایو ارزونه پای ته رسیدلې او تخنیکي بهیر د جمع بندۍ مرکز، د ابطال بهیر او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی. که څه هم د ارزونې د بهیر له تر سره کیدو سره تمه وه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو د اعلام په اړه یو کره ورځ په گوته کړي؛ خو داسې ونه شول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا سرپرست جاوید حبیبی، وایي د روانې اوونۍ تر پایه به تخنیکی بهیر پای ته ورسول شي.
ښاغلی جاوید حبیبی زیاتوي، چې په څو راتلونکیو ورځو کې به دوه علني غونډې هم ولرو او د ۷۰۰۰ محلونو په اړه به په کې پرېکړه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر بڼسټ تراوسه ۲۱۰۰۰ چک لستونه یا د پایلو پاڼې سیستم ته دننه شوي او له دې ډلې ۲۰۰۰۰ چک لستونو اووه کاري پړاوونه وهلي دي.