تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر محمد يوسف نورستانی استعفا ومنل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې د ولسمشر غني له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشر محمد یوسف نورستاني  له استعفا او مننې خبر ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې نورستاني د خپلې استعفا لامل په افغانستان کې ناوړه سیاسي او ټولنیز حالت او ښه کیدو ته یې اړتیا په ګوته کړې ده.

ولسمشر غني په دې لامل، چې د افغانستان پر حالاتو پوهیدلی؛ په ورین تندي ترې مننه کړې  او استعفا یې منل شوې ده.

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو  بنسټونو د اصلاحاتو يو تقنيني فرمان لاسليک کړی و.

د دغه فرمان له مخې به د ټاکنو دواړه بنسټونه خپل ځای نويو کسانو ته پرېږدي.

اروپايي ټولنې ويلي وه، که د ټاکنو په کميسيونو او سيستم کې اصلاحات رانشي د ټاکنو لګښت به ور نه کړي.

يوسف نورستانی درې کاله وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر ټاکل شوی و.

د ۲۰۱۴ کال ستونزمنې ټاکنې، چې په هغو کې واک د ولسمشر او اجرائيه رييس په نومونو ووېشل شو د ښاغلي نورستاني تر مشرۍ لاندې ترسره شوې. دي

د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۴کال کې د دغه کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل له دندې استعفا کړې وه.

Trending

Exit mobile version