تازه خبرونه
د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر محمد يوسف نورستانی استعفا ومنل شوه
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې د ولسمشر غني له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مشر محمد یوسف نورستاني له استعفا او مننې خبر ورکوي.
د خبرپاڼې له مخې نورستاني د خپلې استعفا لامل په افغانستان کې ناوړه سیاسي او ټولنیز حالت او ښه کیدو ته یې اړتیا په ګوته کړې ده.
ولسمشر غني په دې لامل، چې د افغانستان پر حالاتو پوهیدلی؛ په ورین تندي ترې مننه کړې او استعفا یې منل شوې ده.
څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني د ټاکنو بنسټونو د اصلاحاتو يو تقنيني فرمان لاسليک کړی و.
د دغه فرمان له مخې به د ټاکنو دواړه بنسټونه خپل ځای نويو کسانو ته پرېږدي.
اروپايي ټولنې ويلي وه، که د ټاکنو په کميسيونو او سيستم کې اصلاحات رانشي د ټاکنو لګښت به ور نه کړي.
يوسف نورستانی درې کاله وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر ټاکل شوی و.
د ۲۰۱۴ کال ستونزمنې ټاکنې، چې په هغو کې واک د ولسمشر او اجرائيه رييس په نومونو ووېشل شو د ښاغلي نورستاني تر مشرۍ لاندې ترسره شوې. دي
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۱۴کال کې د دغه کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل له دندې استعفا کړې وه.