سیمه ییز خبرونه
د ټاکنو خپلواک کميسيون څلورو ټلویزیوني شبکو ته خبرداری ورکړ
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون څلورو ټلويزيوني شبكو ته د ټاكنيزو كمپاينونو په خپرولو كې د توازن د نه رعايتولو له كبله خبردارى وركړ.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون د سې شنبې په ورځ (د وري ۵ ) په يوې خبري غونډه كې ټينګار وكړ، چې د هېواد ځينې رسنۍ د ټاكنو د قانون خلاف، د ولسمشرۍ د كانديدانو ټاكنيز كمپاينونه په متوازن ډول تر خبري پوښښ لاندې نه نيسي.
كه څه هم د دې كميسيون مشره فریده نېکزاد په ټوليز ډول د رسنيو كار مثبت ارزوي خو ټينګار كوي، چې څلورو رسنيو ته د ټاكنيزو كمپاينونو په ترڅ كې د راپورونو د خپرولو پر مهال د توازن د نه رعايتولو په دليل خبرداری وركړل شوی دی.
دې كميسيون همدا راز اوو رسنيو ته توصيه كړې، چې په ټاكنيزو راپورونو كې توازن په پام كې ونيسي.
دا كميسيون خبردارى وركوي، چې كه رسنيو بيا هم دې كار ته دوام وركړ، نغدي جريمه به شي او تر دې وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون همدا راز ويلي، ملي ټلويزيون ته به په زياتو ولايتونو كې د یو اړخيز چلند په دليل خبردارى وركړي.
دا بنسټ همدارنګه وايي، دا يې په وروستۍ يوه اوونۍ كې د تر لاسه شويو موندنو پايله ده.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون له رسنيو وغوښتل، چې د خپلو ټاكنيزو لګښتونو اړوند راپورونه ژر دوی ته وړاندې كړي.