تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په خپلو چاروکې د هېچا تر اغېز لاندې را نه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګه د ټاكنو له خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو له كميسيونونو څخه غواړي، چې د خلكو رايو ته په درناوي خپلې چارې په خپلواكه توګه تر سره كړي.

د وري د ۱۶ په ټاكنو كې د خلكو پراخ حضور هغه مسئله ده، چې د افغانستان په قضيه كې يي ښكېل اړخونه خوښ كړي دي.

خو د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي د ټاكنو له خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو له كميسيون څخه غواړي، چې د خلكو رايو ته د درناوي تر څنګ خپلې چارې په خپلواك ډول تر سره او په دې لار كې د هېچا تر اغېز لاندې رانه شي.

د ولسي جرګې غړي منورشاه بهادري، سمیع الله صمیم او شکېبا هاشمي د ټاكنيزو كميسيونونو څرګندونې ضد او نقيض بولي او وايي، همدې څرګندونو خلك د ټاكنو د پايلو په باب اندېښمن كړي دي.

دوی وايي، د خلكو له رايو سره به لوبه د هېواد لپاره خطرناك كار وي.

د قانون له مخې به د وروستيو ټاكنو لومړنى پايله د غويي په څلورمه او وروستۍ هغه د غويي په ۲۴ اعلام شي، خو كوم كانديد ۵۰+۱ رايه تر لاسه نه كړه، دوه مخكښ كانديدان به د غبرګولي په اوومه دويم پړاو ټاكنو كې سيالي ته درېږي.

Trending

Exit mobile version