انځوريز خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په ټاکنیزو درغلیو کې د ښکېلو کسانو نومونه افشا کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو د خپلواك كميسيون رئيس خبردارى وركوي، چې كه حكومت تر دوو راتلونكو ورځو پورې په ټاكنيزو درغليو كې ښكېل كسان له دندو ګوښه نه كړي، كميسيون به يي نومونه افشا كړي.
مخكې له دې د ټاكنو خپلواك كميسيون ويلي وو، چې د حكومتي كاركوونكو نوملړ، چې د وري د شپاړسمې په ټاكنو كې يي درغلي كړي، حكومت ته لېږلى، خو حكومت تر اوسه دې برخه كې اقدام نه دى كړى.

اوس د ټاكنو د دويم پړاو په درشل كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد یوسف نورستانی خبردارى وركوي، چې دا كاركوونكي بايد تر دوو ورځو له خپلو دندو ګوښه كړل شي.

همدارنګه د ټاكنو د خپلواك كميسيون مرستیال عبدالرحمن هوتکي د جندر د همغږي په اتمه ناسته كې له څارونكو بنسټونو او د ولسمشرۍ له دوو كانديدانو وغوښتل، چې دويم پړاو ټاكنو څخه سمه څارنه وكړي.

نوموړی ټينګار كوي، چې د سمې څارنې په صورت كې به درغلي د پام وړ كمه شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رئيس غواړي، چې امنيتي بنسټونه د دويم پړاو ټاكنو امنيت په ښه توګه تامين كړي.

هغه ټينګار كوي، چې ټولې آسانتياوې به برابرې كړي څو ټاكنو كې د ښځو د ګډون كچه ۵۰ سلنې ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version