سیمه ییز خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون داکتر اشرف غني احمد زي ته ټاکنیز باور لیک وسپاره

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

داکتر اشرف غني احمدزي په ټاکنو کې د غوره شوي ولسمشر په توگه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا خپل باور لیک تر لاسه کړ.

فواد ناصری گزارش راکوي، چې د افغانستان د خلکو غوره شوی ولسمشر به د دوشنبې په ورځ خپل کار رسماً پیل کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي، د ملي وحدت حکومت له جوړیدو سره به بنسټیز اصلاحات رامنځته کیږي او د ستونزو دروند پیټی به د افغانانو له اوږو راکښته شي.

د نوموړي په وینا؛ د ملي وحدت حکومت د کار له پیل سره د افغانانو د ټپونو درملنه کییږي او ځان د ملت په وړاندې مسوول گڼي.

ښاغلي غني احمدزی ژمنه وکړه، چې د هېواد په ټاکنیز نظام کې به بدلونونه رامنځته کړي او راروانې ټاکنې به له شک پرته رڼې وي.

نوموړي یو ځل بیا د ملي وحدت حکومت جوړښت د دندو پر وېش ولاړ ونه گاڼه او له نړیوالو سره د افغانستان د گټو پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی شو.

ښاغلي اشرف غني احمدزي د ځواک په سوله ییز لیږد کې د ولسمشر حامد کرزي هڅې وستایلې او له هغه څخه یې په حکومتي کارونو کې د مشورې ورکولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د افغانستان منتخب ولسمشراشرف غنی احمدزی په کورنیو او بهرنیو پانگوالو غږوکړ، چې راشئ په افغانستان کی پانگونه وکړئ.

نو موړي ژمنه وکړه، چی په اداره کی به کار مسلکي کسانو ته سپاري او له فساد سره به مبارزه هم گړندۍ کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني له خلکو څخه د ټاکنو د داستان د اوږدیدو بښنه وغوښته او وايي، چې په دې بهیر کې هر چا درغلي وکړه او د دواړو مشرانو د ډلو په گډون د کمیسیون غړیو هم په درغلیو کې لاس درلود.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر د رای ورکوونکیو شمېر له اته میلیون ډېر وښود او د برښنایي تذکرو وېش یې د رڼو ټاکنو له پاره اړین وگاڼه.

ټاکل شوې ده، چې اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توگه د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم په ځای کړي.

Trending

Exit mobile version