تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دویم پړاو ټاکنو د کره نېټې په ټاکلو خبرې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې مركزي دفتر ته يي د اساسو او غېر اساسو توكو ستره برخه رسېدلې ده. د ټاكنو د خپلواك كميسيون د وياند په وېنا، د كميسيون كمېشنران د دويم پړاو ټاكنو د كره نېټې په ټاكلو خبرې كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور احمد نور وايي:

په زيات احتمال سره به ټاكنې دويم پړاو ته ولاړې شي، او دويم پړاو ټاكنو ته چمتوالى روان دى.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون ګدام، چې مخكې له دې پرې توغنديز بريدونه شوي وو او د دويم پړاو ټاكنو لپاره اړين توكي د همدې بريدونو له كبله سوځيدلي وو، اوس ټاكنيز مواد كميسيون ته د ليږدولو په حال كې دي.

مخكې له دې د ټاكنو خپلواك كميسيون پرېكړه كړې وه، چې د پايلو هغه جدولونه به پروسيس نه شي، چې د كميسيون د كاركوونكو او څارونكو ټاپې او لاسليكونه پرې نه وي شوي، خو اوس ليدل كېږي، چې دا ټول جدولونه، چې ۴۵۰ زره رايي را نغاړي، هم سيستم كې شاملې شوې دي، خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند دا خبره ردوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون همدا راز د ولسمشرۍ د كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله هغه ادعا هم بې بنسټه بولي چې ويلي يي دي، د كميسيون كاركوونكو د پايلو ملي مركز ته د رايو د شاملولو پر مهال درغلي كړې ده.

Trending

Exit mobile version