تازه خبرونه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د فکرونو د بوختولو لپاره مشورتي غونډې جوړوي- فضل احمد معنوي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس وايي، چې کمیسیون د خلکو د فکرونو د بوختولو لپاره مشورتي غونډې جوړوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ريیس فضل احمد معنوي وايي، چې دغه ډول غونډې جوړل یوازې د وخت وژنه ده.
دی زیاتوي، چې د رایو د پخوانیو کارتونو پر کارولو او د ټآکنیزو حوزو په بدلولو د ټاکنو شفافیت نه شي ډاډمن کیدای.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین له مدني ټولنو او د ټاکنو له څارونکیو بنسټونو سره په سلا مشوره اخته دي، چې په ټاکنو کې د پخوانیو کارتونو په کارولو او د ټاکنیزو حوزو په بدلولو ور سره خبرې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس نجیب الله احمدزی وایي، ټاکنیزې حوزې د ولسي جرګې د غړیو د شمېر په تناسب جوړول او پر وړو حوزو یې وېشل او دغه راز د ولایتونو سرحدونه د ټاکنیزو حورزې په توګه پېژندل هغه موارد دي، چې کمیسیون د بحث لپاره وړاندې کړي دي.
د نوموړي په وینا؛ د رایو مرکزونه باید له کورونو راوویستل شي، عامو او ټولنیزو سیمو ته راولیږدول شي.
دا، چې په راتلونکیو ټاکنو کې د رایو پخواني کارتونه وکارول شي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه دوه وړاندیزونه لري:
آيا پخواني کارتونه باطل او نوي کارتونه ووېشل شي؟
آیا پخواني کارتونه و کارول شي او په شرایطو برابرو کسانو ته نوي کارتونه ورکړشي؟
د ټاکنو څارونکي بنسټونه او مدني ټولنې هم په دې باور دي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومتي کړیو تر سخت فشار لاندې دي؛ خو د ټآکنو خپلواک کمیسیون مشر د شفافو ټاکنو د تر سره کولو لپاره ځان ژمن بولي.
خبریال: نوید بهار