تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نړیوالو مرستو دریدلی بهیر دې بیا پیل شي-صیاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دري نوییم کال لانجمنې ولسمشریزې ټاکنې د دې سبب شوې، چې نړیوال د افغانستان د ټاکنو له بهیر سره مرستې ودروي. اوس، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو کار پیل کړی له نړیوالو غواړي، چې دغه بهیر له سره پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند گلاجان عبدالبدیع صیاد د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د نړیوالو مرستې حتمي بولي او ژمنه کوي، چې که پر کوم کمینشر د ټاکنیزو درغلیو ادعا ثابته شي، عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.

د برښنایي تذکرو د وېش ژمنه اوس هم نه ده عملي شوې او افغانانو ته اوس هم یوه خیالي مساله ده.

 عبدالبدیع صیاد زیاتږي، د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو یوازنۍ لار د برښنایي تذکرو وېش دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غوښتنې لري او وایي، د ټاکنو په کمیسیون کې باید افراد او جوړښتونه بدل شي او د رڼښت لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې یو ستونزمن کار بولي؛ خو ژمنه کوي، چې په لنډو ورځو کې به د دغو ټاکنو مهالوېش اعلان او په دې اړه به نور د افغانانو انتظار پای ته ورسوي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version