تازه خبرونه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پارلماني ټاکنو دوه نېټې ولسمشرۍ ته وړاندې کړې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر عزیز الله بختیاري د ۱۳۹۵ لمریز کال د غویی ۱۸ او د وږي ۲۷ د پارلماني ټاکنو د پیل نېټې غوره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ دولسي جرگې ترټاکنو د دغې جرگې د کار د دوام غوښتنه کړې ده.
له ولسمشرۍ مانۍڅخه په خپرېشوې خبرپاڼه کې راغلي؛په هېواد کې شته تخنیکي او مالي ستونزېد ولسي جرگې د ټاکنو د ځنډ لامل شوېدي.
په خبرپاڼه کې راغلي،چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ا ړتیا او په هېواد کې شته امنیتي گواښونه او نورې ستونزې د ټاکنو پهوړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.
سرچینه وایي،چې دغوستونزو او گواښونو ته په پام کې نیولو سره پرېکړه شوې،چې ولسي جرگه د راتلونکیو ټاکنو د پایلو تر اعلانه پورې خپل کار ته دوام ورکولی شي.
د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز هجري کال د چنگاښ پر لومړۍ نېټه د پارلمان انتخابي دوره پای ته رسیږي؛ خو د امنیتي ، تخنیکي او مالي .ستونزو له کبله به د نویو انتخاباتو تر پایلې به خپل کار روان ساتي