تازه خبرونه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ امتیازي تنخوا اخلي
ولسمشر اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون هر کمیشنر ته سل زره افغانۍ نور امتیازي معاش منظور کړی دی.
هغه حکم، چې تازه خپور شوی او د ولسمشر غني لاسلیک لري؛ په کې ښکاري، چې ښاغلي غني د ټاکنو کمیسیون مشر او غړیو ته سل زره نور امتیازي معاش منلی دی، خو د ټاکنو څارونکي بنسټونه دا کار د قانون خلاف او د پوښتنې وړ ګڼي.
د ټاکنو کمیسیون رییس او غړیو له ولسمشر غوښتي، چې د دوی پر اوسني معاش او امتیازاتو سربېره دې دوه سوه زره افغانۍ نور امتیازي معاش ورزیات کړي.
له بلې خوا د ټاکنو کمیسیون د دغه کمیسیون د ۱۲۰ کارمندانو قراردادونه لغوه کړي او پرځای یې نور کسان استخدام کړي دي.
اوس د ټاکنو کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ شپږ سوه زره افغانۍ ثابت معاش، لس زره افغانۍ د دسترخوان خرڅ، ۶۵ زره افغانۍ د کور کرایه او لس زره افغانۍ د ګرځند اوټیلیفون کریدت اخلي، چې له نوي حکم سره یې ټول امتیاز په میاشت کې اته سوه زره افغانیو ته رسیږي.
په همدې ډول د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هر غړي مالي امتیازات نږدې اووه سوه زره افغانیو ته رسیږي.
له بلې خوا د ټاکنو کمیسیون په یوه تازه پرېکړه کې د دغه بنسټ ۱۲۰ کارمندان له دندې ګوښه او نوي کسان یې استخدام کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمیسیون دا غړي تورن دي، چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې یې کړکیچ ته وړي او له ولسمشر غني یې طرفداري کړې؛ خو ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
