1393ټاكنې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون: نور د درغلیو زغم نه لرو
د ټاكنو خپلواك كميسيون خبردارى وركوي، چې نور ټاكنو كې د درغليو زغم نه لري. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د رايي اچولو د بهير د پرانيستو پر مهال ټينګار وكړ، چې درغلي كوونكي به عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شي.
د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاكنو د رايي اچولو د بهير د پرانيستې په مهال د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد یوسف نورستاني خبردارى وركړ، چې دې ټاكنو كې د درغليو زغم نه لري.
هغه د رايي اچولو د بهير له پرانيستو وروسته په يوې خبري غونډه كې وويل، ټاكنو لپاره ټول پروګرامونه سم پلان شوي دي.
هغه همدا راز ټينګار وكړ، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون به د رايي اچولو په لړ كې او وروسته تر هغې خپل كارونه په روڼ ډول تر سره كړي.
هغه همدا راز وويل، د هغو راپورونو په هلكه به څېړنه وشي، چې وايي، په ځينو سويلي ولايتونو كې د رايي اچولو د بهير له پېل څخه مخكې د يوه كانديد په ګټه رايي كارول شوي.
ښاغلي نورستاني وويل، دوی به اجازه ورنكړي، چې تقلبي رايې د يوه كس په ګټه حساب شي.