1393ټاكنې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ حکومت له قانون څخه سرغړونه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ملي یووالي حکومت له اساسي قانون څخه په سرغړاوي تورنوي.

د دغه کمیسیون یو کمیشنر عزیز بختیاري وایي، که هم راتلونکو ټاکنو ته مالي سرچینې شته؛ خو حکومت ونه غوښتل چې ټاکنې د قانون له مخې تر سره شي.

په همدې حال کې د ملي یووالي د حکومت د اجراییه ریاست ویاند آصف آشنا                 ویلي، څوک چې دا خبرې کوي، باید یو ځل خپلو تېرو کړنو ته نظر واچوي.

که ټاکنې د قانون له مخې ترسره کیږي، باید د غویي میاشتې په لومړیو کې وي، حال دا چې دا کار ناشونی ښکاري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر دا نه مني چې د ټاکنو لپاره مالي شرچینې نه وې.

ښاغلی بختیاري وایي، د ټاکنو لپاره د یوسلو دوه ویشت میلیون ډالرو اړتیا ده چې د نړۍ هېوادونه په دې برخه کې همکاریو ته چمتو دي.

بلخوا د ولسمشر د فرمان له مخې، یوه کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې په ټاکنیز نظام کې سمونونه پیل کړي.

که څه هم کمیسیون خپل کار نه دی پیل کړی، خو تمه ده چې په دې اړه په طرحو کار وکړي.

د قانون له مخې، د ولسي جرګې د اوسنیو استازو کاري دوره د همدې کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي او د خلکو له رایو پرته هیڅ بله مرجع د دې واک نه لري چې د دوی کار وغځوي.

پوښتنه دلته ده چې آیا اوسني وکیلان به له ټاکل شوې نیتې وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي یا دا چې افغانستان به ولسي جرګې ونه لري؟

Trending

Exit mobile version