1393ټاكنې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد پروسه بشپړه کړه
د ټاكنو خپلواك كميسيون يو ګام مخته كېښود او ولايتونو ته يي د ټاكنيزو موادو د لېږد پروسه بشپړه كړه. د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس وايي، د دې موادو د انتقال په پروسه كې د افغان ځواكونو تر څنګ نړيوالو ځواكونو هم همكاري كړې ده.
د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاكنو ته ور نږدې كېږو، ټول د يوې روښانه راتلونكې په تمه دي، چې د ټاكنو په تر سره كېدو سره به حاصل شي.
بلخوا د ټاكنو خپلواك كميسيون د ټاكنو د تر سره كېدو لپاره چمتوالى زيات كړى، او ټول ټاكنيز مواد يي ولايتونو ته لېږدولي دي.
په دې موادو كې د رايو پاڼې، د ګوتو رنګ او د رايي وركولو د اړتيا ور نور مواد شته.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رئيس محمد یوسف نورستاني ځرګندونې د دې ښودنه كوي، چې تر اوسه د دې بهير پر وړاندې هېڅ ننګونه نه تر سترګو كېږي.
شاوخوا ۲۶ ورځې وروسته به ميليونونه افغانان د خپل سياسي برخليك د بدلون لپاره د رايو صندوقونو ته ولاړ شي، خو لا هم ناامني او د هېواد په ځينو سيمو كې د وسله والو مخالفينو شتون هغه اندېښنې دي، چې د ټاكنو پر وړاندې شتون لري.