تازه خبرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي دې عدلی او قضای ارگانونو ته وروپېژندل شي- سنا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرگې دولایتی شورا د ټاکنو د ستونزو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي عمومی غوندی ته راغوښتی ول؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دیوه مکتوب په لیږلو ویلی، چی د بوختیا له کبله نشي کولی مشرانو جرگې ته راشي.

عبدالعزیز کریمی رپوت راکوي، چي د مشرانوجرگې غړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا چلند د اساسی قانون خلاف عمل بولی او غوښتنه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي دې عدلی او قضای ارگانونو ته وروّيژندل شِی .

دمشرانو جرگي دوه یم مرستیال رفیع الله گل افغان وایي، د ولایتی شورا د ټاکنو د ستونزو او د پایلو د اعلام د ځند له کبله د ټاکنو خپلواک کمیسیون چار واکِي عمومی غوندی ته رابللی ول؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرانو جرگي ته له راتگ ډډه وکړه.

نوموړي د ټاکنو کمیسیون چار واکي په بی کفایتی تورن کړل او وایي، چې د ولسمشری او ولایتی شورا ټاکنو یی له ډېرو ستونزو سره مخ کړل.

دوی له نوي حکومت غواړي، چي په دی کمیسیون کې سمون راولي او ټول چارواکي له دندی گوښه کړي.

دمشرانو جرگي غړي محی الدین منصف د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا چلند د قانون خلاف وباله اوغوښتنه و شوه، چې باید عدلی او قضایِ ارگانونونو ته وروپيژندل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکوویلي ول؛ تر هغې، چي د ټاکنو د دندو اوصلاحیتونو په قانون کي تعدیل رانشی هیچڅوک نشی کولی، چې دوی له دندی گوښه کړي.

Trending

Exit mobile version