1393ټاكنې

د ټاکنو خپلوک کمیسیون و نه توانېد، چی د شنبې په ورځ د ټاکنو د پایلو یوه برخه اعلام کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون د شنبې په ورځ ( د وري ۲۳ ) هم په دې ونه توانېد، چې د ټاكنو د پايلو يوه برخه اعلان كړي. دې كميسيون يوه ورځ مخكې ويلي وو، چې د ټاكنو قسمي پايله به د شنبې په ورځ اعلان كړي.

تمه وه، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون د ولسمشرۍ د ټاكنو د پايلو يوه برخه د شنبې په ورځ اعلام كړې واى.

دا، چې ولې دې كميسيون دا كار ونه شواى كړاى، تر اوسه پرې د دې بنسټ مسئولينو څه ندي ويلي.

د زلمي رسول دويمه مرستياله حبيبه سرابي وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د ټاكنو د قسمي پايلو د اعلام بهير ژر پېل كړي.

د ټاكنو د قسمي پايلو په اعلام كې ځنډ د ډاكټر عبدالله ټيم هم اندېښمن كړى. د دې ټيم وياند فضل الرحمان اوریا وايي، كه د يكشنبې په ورځ هم د ټاكنو قسمي پايله اعلان شي، ستونزه به نه وي.

په دې اړه مو وغوښتل، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون نظر هم واخلو، خو بريالي نه شو. د ټاكنو د مهالوېش له مخې، ټاكل شوې د ټاكنو لومړنۍ پايله د غويي په ۴ او وروستۍ پايله د غويي په ۲۴ اعلام شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مسئولينو په وېنا، كه د ولسمشرۍ له اتو كانديدانو څخه هېڅ يو يي د بري لپاره لازمې رايي تر لاسه نه كړې، ټاكنې دويم پړاو ته ځي.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت عملیاتي رئيس جنرال افضل امان وايي، دوی دويم پړاو احتمالي ټاكنو ته چمتووالى لري.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، تر اوسه د امنيتي ځواكونو مسئوليتونه سر ته نه دي رسېدلي، د هغې په وېنا، د ټاكنو څخه وروسته حالت حساس كېږي.

په همدې حال كې د ټولنيزو چارو كارپوه ضیا نیکبين وايي، د ټاكنو په دويم پړاو كې د خلكو ګډون شفافې ټاكنې تضمينوي.

د نوموړي په باور لكه، چې خلكو ټاكنو كې په پوهاوي سره ګډون وكړ، پر دې هم پوهېږي، چې كوم كانديد ته رښتينې رايه وركړي.

Trending

Exit mobile version