1393ټاكنې

د ټاکنو دواړه کمیسیونونه باید د رایو په شمېرلو کی مسئولانه چلند وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسی جرگه د هېواد د یو شمېر مرکزونو د رایو د یو شمېر صندوقونو قرنطین د اندېښنی وړ بولي دوى د ټاكنو پر دواړو كميسيونونو غږ كوي، چې له رايو سره مسئولانه چلند وكړي.

دوی وایی، چی باید پاکی رایی له ناپاکو په ډېر دقت جلا شی او قرنطین شوي صندوقونه د ملی او نړیوالو ناظرینو پر وړاندی و څېړل شی. پرته له هغه به ارام کیننی.

د افغانستان د ټاکنيزو شکایتونو کمیسیون وایي، چې د دغه کمیسیون اداري برخې په دې وروستیو کې د رایو په یو شمېر مرکزونو او محلونو کې په غېر قانوني ډول د رایو ځیني صندوقونه ارزولي او قرنطین کړي دي.

د ولسي جرګې غړي منور شاه بهادري او خلیل احمد شهید زاده د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دا اقدام پاروونكى بولي.

همداراز د ولسي جرګې غړی بشیر احمد ته ینج د قسمی نتایجو د اعلام له امله هم اندېښنه ښیی او وایی، چی باید شکایتونو او درغلیو ته ترسېدو وروسته د ټاکنو نتایج اعلام شی پرته له هغه به خلک د ټاکنو پر کمیسیون بی باوره شی.

دولسی جرګی رئیس عبدالروف ابراهیمی له اړندو ټاکنیز کمیسیونو څخه غواړی، چی د ټاکنیزو چارو په اړه مسئولانه تصمیم ونیسی.

دا په داسی حال کی ده، چی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشريزو ټاكنو د قسمي نتایجو دویمه برخه اعلام کړه،
چې عبدالله عبدالله يې مخكښ و او له هغه وروسته اشرف غني احمدزي ډېرې رايې خپلې كړې وې.

Trending

Exit mobile version