سیمه ییز خبرونه

د ټاکنو د امنیت لپاره له ۶۰ زرو زیات د ملي اردو سرتېري ګمارل شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د راروانو ټاكنو د امنيت ساتنې لپاره په ټول هېواد كې د ملي اردو له ۶۰ زرو زيات سرتېري ځاى پر ځاى شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، د دې مطلب په څرګندولو سره خبردارى وركوي، چې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي سازمانونه د ټاكنو د بهير د ګډوډولو لپاره هڅې كوي، خو افغان ځواكونه چمتو دي د دې بهير امنيت ونيسي.

افغان امنيتي ځواكونه، چې شمېر يي ۳۵۲ زرو  ته رسېږي، د ټاكنو د امنيت ساتنې لپاره ګمارل شوي، كومې ټاكنې، چې درې ورځې وروسته به تر سره شي او وسله والو مخالفينو يي هم د ګډوډولو ګواښ كړى.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي، په ټاكنو كې د خلكو پراخ ګډون به د طالبانو لپاره غاښ ماتونكى ځواب وي.

همدارنګه د ملي اردو سرتېري وايي، طالبان د ټاكنو د ګډوډولو لپاره له وړو ماشومانو هم ګټه اخلي، خو له دې ټولو سره سره د رايو صندوقونو ته د خلكو د ورتګ ليوالتيا زياته شوې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له نړيوالو څارونكو غواړي، چې د وسله والو پر بريدونه ونه وېرېږي او له افغانستان څخه ونه وځي.

په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته دا درېيم ځل دى، چې افغانان د خپل ولسمشر د ټاكلو لپاره د رايو صندوقونو ته ځي، خو دا ځل د ټاكنو توپير دې كې دى، چې واك له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ليږدول كيږي، دا د افغانستان د تاريخ لومړنى تحول دى، چې سياسي واك له وينې توييدنې پرته په سوله ييز ډول لېږدول كېږي.

Trending

Exit mobile version