تازه خبرونه
د ټاکنو د غوراوي کمېټه ژر کار پيلوي- رياست جمهوري
ولسمشر غني امر کړی چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمېشرانو د غوراوي کمېټه باید ژر خپل کار پیل کړي. د ولسمشر د ویاند مرستیال له همدې امله له ټولو مسولو بنسټونو غواړي چې دغې کمېټې ته خپل کسان ور وپېژني.
دی وایي، ژر به د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي کمېشنران معرفي شي او د ټاکنو مهال وېش به هم اعلام شي. شاه حسین مرتضوي ټینګار کوي چې د ټاکنو د لګښت یوه برخه به د حکومت او پاتې د نړیوالو بنسټونو له خوا ورکړل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ټاکنیز بهیر کې په ټپه ولاړ حالت پای ته رسېدلی او د ټاکنیزو بنسټونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې لومړني کارونه هم پای ته رسېدلي او ژر به دغه کمېټه خپل کار پیل کړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي: “نن ولسمشر لارښوونه کړې چې د غوراوي کمېټه دې ډېر ژر کار پيل کړي، د اداره امور له لوري اړوندو ارګانونو ته مکتوب لېږل شوی چې خپل کسان ورته ور وپېژني او ژر به د دغه کميسيون کسان ور وپېژندل شي او د ټاکنو نېټه به اعلان کړل شي.”
د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي، د ټاکنیزو حوزو د امنیت ساتنې مسولیت د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي زياتوي: “د ټاکنو يوه اندازه مالي سرچينې د حکومت او يوه برخه يې د حکومت په هڅو سره له نړيوالو ارګانونو ترلاسه کېږي.”
ولسمشر غني د ټاکنو د قانون په توشیح سره د ټاکنیزو حوزو په ګوته کول او ټاکنیزو حوزو کې د تک کرسي جنجالي مساله د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلې ده. د اجرایي رییس دوهم مرستیال هم د ولسمشر له خوا د ټاکنیزو سمونونو په هکله د ولسمشر تازه فرمان د غوراوي کمېټې د کارونو د پیل له پاره د زمینې برابرول بولي.
د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي: “کوم فرمان چې ولسمشر صادر کړی دی کولای شي چې د ټاکنو د وخت ټاکل او د کمېشنرانو ټاکلو ته زمينه برابره کړي.”
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ملي یووالي د حکومت په دوه کلنه کاري دوره کې د ولسمشر درې فرمانونه د اصلاحاتو په مسیر کې نه وو او افغانستان کې د تک کرسي طرحه غیر عملي ده. د دغه کمیسیون د ځینو غړو په وینا، د تک کرسي طرحه به ټاکنو کې درغلیو او ولسوالیو کې د قومونو تر منځ لانجو ته زمینه برابره کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنر عزیزالله بختیاري وايي: “دا طرحه د ټاکنو له شفافيت سره مرسته نه کوي، بلکې د ټاکنو په بهير کې ستونزې لا زياتوي او د قومونو تر منځ نفاق ته لاره برابروي او باعث کېږي چې تر لسو نورو کلونو پورې هم ټاکنې ونه لرو.”
که څه هم د ولسمشر غني د تک کرسي طرحې په تړاو فرمان د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د کمیسیون په مشورې صادر شوی خو د ولسي جرګې غړي يې د ټاکنیزو لانجو پیل بولي. که څه هم د اساسي قانون پر سر د تطبیق د کمیسیون غړي ولسي جرګې ته ورغوښتل شوي وو، خو دوی دغې غونډې ته له ورتلو ډډه کړې ده.
د ۱۳۸۳ کال د ټاکنو د قانون له مخې، هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه ده او هره حوزه د وګړو د نفوس له مخې له دوو تر ۳۳ استازي ولسي جرګې ته لېږي، چې یوه یې باید ښځه وي، خو د ټاکنو په قانون کې د تک کرسي طرحې په تایید سره د افغانستان څلوردېرش ولایتونه په ۲۵۰ټاکنیزو حوزو بدلېږي چې له هرې ټاکنیزې حوزې به یو استازی ولسي جرګې ته ولېږل شي.