سیمه ییز خبرونه
د ټاکنو د نوم لیکنې بهیر د يو لړ لاسته راوړنو تر څنګ له ستونزو او سرغړونو سره هم مخ دی
د افغانستان شفافو ټاكنو بنسټ يا (تيفا) وايي، كه د ټاكنو د نوم ليكنې په بهير كې شته ستونزې او سرغړونې له مېنځه لاړې نه شي نو د راتلونكو ټاكنو شفافيت به تر پوښتني لاندې وي.
د افغانستان د شفافو ټاكنو يا تيفا رئيس نعيم ايوبزاده وايي:
د خپلو اووه ويشتو همكارو بنسټونو په مرسته يې، چې د هېواد په پنځه ويشتو ولايتونو كې د نوم ليكنې پر بهير نظارت كاوه معلومات تر لاسه كړي دي، چې دغه بهير د يو لړ لاسته راوړنو تر څنګ له ستونزو او سرغړونو سره هم مخ وو.
پر خپل وخت د نوم ليكنې د مركزنو نه پرانيستل، له وخته وړاندې د دغو مركونو بندول، نوم ليكنې د كاركوونكو كموالى او په يو شمېر برخو كې د نوم ليكنې په برخه كې نه رسيدګې د دغه بهير ستونزې بلل كېږي.
ایوبزاده همدارنګه وايي، د دوى څېړنو ښكاره كړې، چې دوه عشاريه پنځه پنځوس سلنه خلكو د باوري اسنادو له وړاندې كولو پرته د راۍ وركولو كارتونه تر لاسه كړي او يوعشاريه څلورڅلوېښت سلنه هغه كسان، چې قانوني عمر يې نه دې پوره كړى د رايې وركونې د كارتونو په تر لاسه كولو بريالي شوي دي.
د تيفا په رپوټ كې همدا راز د سياسي ګوندونو د ناظرانو نه شتون او په يو شمېر برخو كې د ښځو د نوم ليكنې د مركزونو لرې والى يادونه هم شوې ده.
خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د يو شمېر ستونزو د منلو تر څنګ يو شمېر هغه ادعاوې په كلكه ردوي، چې ګواكي د كم عمر كسانو د رايې وركونې كارتونه تر لاسه كړي دي.
نوموړی وايي، تيفا بايد په دې برخه كې تر لاسه كړي اسناد ياد كميسيون ته وسپاري.
نور محمد نور همدارنګه وايي، چې د نوم ليكنې د بهير د پېل څخه را په دېخوا شپږ سوه زرو كسانو د رايې وركولو كارتونه تر لاسه كړي، چې شاوخوا يو سلو پنځوس زره تنه يې ښځې دي.
نوموړې وايي دغو شمېرو ته په كتو د نوم ليكنې په بهير كې د ښځو د ګډون كچه هم بايد لوړه كړاى شي.