تازه خبرونه

د ټاکنو د پایلې منل هېواد له بحران څخه ژغوري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګې د ټاکنو پر کمیسیون غږ وکړ، چی د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او د ټاکنو پایلی پر ټاکلې نېټه اعلام کړي.
د غبرګولي د۲۴مې نېټې ټاکنې د هرې ورځې په تېرېدو جدی رنګ خپلوي. د دغو ټاکنو د پایلو منلو ته د کاندیدانو د غاړې اېښودلوغوښتنه له قانون جوړونکو بنسټونو نیولې بیا د عادي خلکو لخوا هم مطرح کېږی.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د ټاکنو او ټاکنیز شکایتونو پر کمیسیون غږ وکړ، چی د خلکو رایو ته په درناوي پاکې رایې له ناپاکو رایو جلا کړي، تر څو د خلکو له غوښتنو سره سم د ټاکنو پایلی اعلام شي.
همداراز د مشرانو جرګی غړې رڼا ترین او نجیبه حسیني د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي، چی د ټاکنو پایلو ته انتظار وباسی او له وړاندې دې قضاوت نه کوي.
دوی همدارنګه زیاتوي، کاندیدان باید د ټاکنو پاېلې ومني، چی هېواد له بحران سره مخامخ نشي.
د دويم پړاو ولسمشريزو ټاكنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ په يوولسمه او وروستۍ پايلې به د همدې مياشتې په ۳۱ مه اعلان شي.

Trending

Exit mobile version