پرمختګ او بشپړتیا

د ټاکنو په باب اندېښنو د افغانستان اقتصادی وده ټکنۍ کړې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آسيا پرمختيايي بانك خبر وركوي، چې د افغانستان اقتصادي وده كمزورې شوې ده. د دې بانك د رپوټ له مخې، په افغانستان كې د ټاكنو په باب اندېښنې، په توليداتو كې كمزورتيا او كرنيزو محصولاتو كې كموالى د دې لامل شوي، چې د افغانستان اقتصادي وده ټكنى شي.

د آسيا پرمختيايي بانك له ۲۰۰۲ كال راپه دېخوا افغانستان كې فعاليت كوي.

د دې بانك مسئولين وايي، د دوی زياته پاملرنه په بېخبنايي پروژو، د حلقوي سړكونو او اورګاډي د پټلۍ په جوړولو تمركز لري.

د آسيا د برمختيايي بانك رئيس جوجي توکېشي وايي، چې په ۲۰۱۳ كال كې د افغانستان اقتصادي وده د ۲۰۱۲ كال په پرتله د پام وړ كمه شوې ده. په ۲۰۱۲ كې د افغانستان اقتصادي وده ۱۱ اعشاريه نهه خو په ۲۰۱۳ كال كې درې اعشاريه درې سلنه كموالى ښيي.

په ۲۰۱۳ كال كې د افغانستان اقتصادي وده د تېرو كلونو په پرتله ښه نه وه، علت يي دا دى، چې د صنعتي سكتور په وده كې د پام وړ كموالى راغلى، خدمات او كرنه هم زيانمنه شوې.

همدارنګه پانګونه هم كمه شوې او ناخالص داخلي توليدات هم ښه نه وو، مونږ په ۲۰۱۴ كال كې له افغانستان سره د څلور سوو ميليون ډالرو وړيا مرسته كوو، څو دا هېواد له كړكېچ سره مخامخ نه شي.

په همدې حال كې د آسيا د پرمختيايي بانك د اقتصادي چارو آمر رحمان ګل رحماني د ۲۰۱۴ كال اقتصادي وده ښه اټكلوي.

د آسیا د پرمختیایی بانک آمر له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار كوي او وايي، چې د توكيو د ناستې د ژمنو پر بنسټ به د آسيا پرمختيايي بانك له افغانستان سره د ۲۰۱۶ كال تر پاپه د يو نيم ميليارد ډالرو مرسته كوي.

Trending

Exit mobile version