1393ټاكنې

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د رایو د یوې برخې د ارزونې بهیر تر سره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن(د وږي ۹) یوي خبري ناستې ته په ډاگه کړه، چې:

د تېرو ورځو په پرتله مو نړیوال څارونکي ډېر کړي دي.

هغه زیاتوي، چې ټولې ارزول شوې رایې ۸۳ اعشاریه ۴ سلنې ته رسیږي.

د نوموړي په وینا، د لومړي گدام د رای کڅوړو شمېرل تر سره شوي او د دغه بهیر د گړندیتوب له پاره مو کارکوونکیو ته د درېیم گدام د ارزونې کار سپارلی دی.

ښاغلی نور وایي، تر اوسه ۱۹ زره اووه څلوېښت رای کڅوړې ارزول شوې دي. هڅه کیږي، چې په څو راتلونکیو ورځو کې له څلور زره اته سوه لږ رایې هم وارزول شي.

ښاغلی نور زیاتوي، اوس کمیسیون کولی شي، چې  ۱۰۷ کاري ډلې تر ۱۴۰ هغو پورې ورسوي؛ خو د نړیوالو څارونکیو د شمېر لږوالی مو په وړاندې خنډ دی.

دغه کمیسیون بریالی شوی، چې ۳۹ سلنه رایې څانگړې کړي او ۱۶ زره ۳۸۵ د پایلو جدولونه د جمع بندۍ په مرکز کې ثبت کړي.

په دې ورځو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په منځنۍ توگه د۶۰۰ رای کڅوړو ارزونه کوي او کیدای شي د همدې اوونۍ تر پایه له اووه لس سلنې لږ کڅوړې هم پای ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version