تازه خبرونه

د ټاکنو په قوانينو کې د اصلاحاتو وخت را رسیدلی دی- اجرائیه رییس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت په اساس د جوړ شوي حکومت د تشکيل يو شرط د ټاکنو په قوانينو کې بدلونونه راوستل ښودل شوي وه او اوس د حکومت اجرائيوي ریيس داکتر عبدالله عبدالله وايي، د دې وخت را رسیدلی، چې د ټاکنو په قوانينو کې اصلاحات راوستل شي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي:

د افغانستان بقا او پايښت د ټاکنو په قوانينو کې د اصلاحاتو له راوستلو سره تړلی دی. اوس به د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره کمیسيونونه جوړېږي او دغه کمیسيونونه به د ټاکنو په قوانينو کې بدلونونه راولي.

د ټاکنو پر پروسه د څار بنسټونه هم د ښاغلي عبدالله د دغو خبرو ملاتړ کوي او غوښتنه کوي، چې بايد د ټاکنو په قوانينونو کې رغنده اصلاحات راوستل شي.

د ټاکنو له پاره د مدني ټولنې د څانگې رییس جانداد سپین غر وایي:

د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره د کمیسينونو ځنډیدل خلک اندېښمنوي او باوري کېږي، چې حکومت تر خپلې هغې وعدې پښه اړولې، چې ويل يې د ټاکنو په قوانينو کې به بدلونونه راولي. په دغه برخه کې د هرې ورځې ځنډ له قانون څخه سرغړونه ده.

ولسمشر غني هم د ملي شورا د شپاړسمې دروې د پېنځم کاري کال د پرانستنې په غونډه کې ټټر ډبولي و، چې د ټاکنو په قوانينونو کې د بدلون راوستو پر وعده اوس هم ولاړ دی.

ده ويلي وه، چې د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره به کمیسينونه جوړېږي او دغه کمیسيونونه به په لنډمهالې، منځمهالې او اوږد مهالې توگه د ټاکنو په قوانينو کې اصلاحات راولي.

خبریال: احمدفرشاد صالح.

 

Trending

Exit mobile version