تازه خبرونه

د ټاکنو څارونکي: د حکومت رهبران بايد د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون په وړانديزونو هوکړه ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي که د ملي یووالي د حکومت رهبران د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په وړاندیزونو سره سلا نه شي، ټاکنیز اصلاحات به له ستونزو سره مخامخ شي.

دوی وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه اجرايي ضمانت نه لري خو د همدغه کمیسیون مرستیال وايي چې داسې هېڅ دلیل نه شته چې حکومت د دوی وړاندیزونه ونه مني.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د خپلو وړاندیزونو لومړی ټولګه د حکومت اجرايي رییس ته وسپارله. د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنیز نظام د اصلاح له پاره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه ګټور دي، خو دوی ډاډه نه دي چې دواړه رهبران به په دغو وړاندیزونو هوکړه وکړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي بیا وايي چې د ملي یووالي د حکومت د منځته راتلو یو شرط په ټاکنیز نظام کې اصلاحات راوستل دي، چې د همدغه اصل له مخې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه اجرايي بڼه غوره کوي.

داسې برېښي چې اجرايي ریاست د ټاکنیزو اصلاحاتو له کار او وړاندیزونو څخه خوښ وي، نو ځکه دغه وړاندیزونه عملي ګڼي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون باید په دریو پړاوونو کې خپله دنده سرته ورسوي، چې د کار لومړۍ پایله یې د وړاندیزونو په توګه حکومت ته وړاندې کړه.

Trending

Exit mobile version