تازه خبرونه

د ټاکنو څارونکي د ټاکنو د غوراوي کمېټې له کړنو خوښ نه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تر دوو اونیو پورې به د ټاکنیزو کمیسیونونو له پاره د کاندید کمیشنرانو نوملړ ولسمشر ته وړاندې شي. د غوراوي کمېټه د کاندیدانو د سندونو په څېړنه بوخته ده او څارونکي بنسټونه د دوی له فعاليتونو رضایت نه لري.

د ټاکنیز نظام د اصلاح لړۍ ښایي دې ورځو کې یوې پايلې ته ورسېږي، ځکه د غوراوي کمېټه د ټاکنیزو کمیسیونونو له پاره د کاندید کمېشنرانو سندونه څېړي او ترڅو ورځو به ولسمشر ته د کاندید کمېشرانو نوملړ وسپاري څو د ټاکنیزو کمیسیونو نوي کمیشنران په کار پیل وکړي.

د ټاکنو د غوراوي کمېټې غړی یوسف رشید وايي: “تر دوو نورو اونيو پورې به زموږ وروستی نوملړ بشپړ شي او ولسمشر ته به وسپارل شي او له کانديدانو سره مرکه تر څو راتلونکو ورځو پورې پيلوو.”

په داسې حال کې چې د غوراوي کمېټه د کاندید کمېشنرانو په نوملړ کار کوي خو لیدل کېږي چې د شنبې په ورځ یوه څارونکې ډله دغه بهیر څاري، په داسې حال کې چې ځینې کسان شکایت لري چې ولې هغه کسان نه افشا کېږي چې د دغې کمېټې نوملړ ته یې لاره نه ده پیدا کړې.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شاه‌محمود مل وايي: “په فني او تخنيکي بخره کې شفافيت اړين نه دی، بايد چې د کسانو نومونه او هويت څرګند کړل شي چې ولې او څه ډول يې نومونه له نوملړ څخه بهر شوي دي په داسې حال کې چې دا کار شونی نه دی.”

د ولسي جرګې غړی صادقي نیلی وايي: “له دې کبله چې دا کسان د حکومت له لوري پېژندل شوي دي، له شک پرته به په دې کمېټه هم د ولسمشر او هم اجرايه رييس له لوري فشار راوړي.”

 د غوراوي کمېټه بیا ډاډ ورکوي چې تر هېڅ فشار لاندې به رانه شي او د فشارپه پايله کې به جوړجاړي ته غاړه کې نه ږدي. 

Trending

Exit mobile version