1393ټاكنې

د ټاکنو کمیسیون: ښایي د ټاکنو د ارزونې بهیر په یوې یا یوې نیمې اوونۍ کې پای ته ورسېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې که د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د رایو د ارزونې د بهیر پر وړاندې ستونزې جوړې نه شي، ښایي دغه بهیر په یوې یا یوې نیمې اوونۍ کې پای ته ورسېږي.

له یوې میاشتې زیاته موده کېږي، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د ټولو رایو د بیا ارزونې پروسه پېل شوې او تر اوسه د دغو رایو ۶۶ اعشاریه ۳۴ سلنه تفتیش شوې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، تر اوسه ۱۵۱۴۵صندوقونه تفتیش شوي، چې ۵۲۰ یې په ځانګړي تفتیش کې شامل دي.

د هغه په وېنا، که د دغه بهیر پر وړاندې کومه ستونزه را منځته نه شي، په یوې یا یوه نیمې اوونۍ کې به د رایو د تفتیش پروسه پای ته ورسېږي، او نوی افغان ولسمشر به هم معلوم شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د رایو د باطلولو بهیر به د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳) په علني ډول پېل شي، خو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم غړی جنرال ظاهر اغبر وایي:

له ملګرو ملتونو یې د رایو د باطلولو په اړه ځینې غوښتنې کړي دي، چې تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.

بلخوا د تحول او تداوم د ټاکنیزې ډلې غړی حلیم فدایي وایي:

د رایو د غلا په اړه یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته شکایت کړی. د دغه ټیم یو غړی وایي، دوی شک لري، چې په شپه کې به پر یوه ګدام کې رایو کې لاس وهل شوې وي او له همدې وجې یې شکایت درج کړی.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دا ادعا ردوي او ټینګارکوي، چې د رایو د باطلولو لایحه هم وروستۍ شوې او بدلون په کې نه راځي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د رایو د ارزونې پر مهال له خالي صندوقونو سره مخامخ شوي خو امکان لري، چې دا یوه تخنیکي ستونزه وي.

Trending

Exit mobile version