1393ټاكنې

د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسون سياسي اوغير مسلکي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

فيفا يا د افغانستان د آزادو او شفافو ټاکنو بنسټ د اصلاحاتو کميسون له جوړيدو اوپه ټاکنيزنظام کې د  افرادو د ټاکل کیدو په اړه اندېښمن دی.

د آزادو او شفافو ټاکنو بنسټ اجرائيه ريس يو سف رشيد وايي:

د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسون سياسي اوغير مسلکي دي، حکومت بايد شته انېيښنو ته د حل لار پيدا کړي.

نوموړی زیاتوي، چي حکومت د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسون ته جدي پاملرنه نه کوي او په تېرو شپږ مياشتو کې د ټاکنيزو اصلا حاتو په برخه کي هيځ کار نه دی شوی.

په هغه سروې کې، چي دغه کميسیون د ولسي جرگي له غړیو سره د پوښتنو په ترځ کي ترسره کړې ښیي:

د ولسي جرگي ۳۹ سلنه غړي غواړي، چي د افغانستان د جزا قانون تقلب کارانو ته جزا وټاکي.

له بلي خوا ۹۸سلنه غواړي، چي د ټاکنو د خپلواک کمسسون ریيس دنده مشخصه شي.

د نوموړي په وینا؛ فيفا غواړي، چي د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسیون په غړیو کي دې بدلون راشي او دا کمیسیون دې په دې برخه کې مداخله نه کوي.

له بلي خوا فيفا وړانديز کوي؛ هغه افراد، چي په ټاکنو کي درغلي ته لار پرانيځي بايد د افغانستان د جزا په قانون کي ورته جزا تعين شي.

Trending

Exit mobile version