پرمختګ او بشپړتیا
د ټاکنيزو کميسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو قانون جزیات په ډاګه شول
د دغه فرمان د معلوماتو پر بنسټ، چې رسنیو ترلاسه کړي، ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو کميسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو قانون دولس ورځې وړاندې لاسليک کړى دى.
د ولسمشرۍ ماڼي له دې وړاندې د ټاکنو قانون او د ټاکنيزو بنسټونو د تشکيلاتو قانون د اجرايي کولو په موخه د دغه فرمان له لاسليک خبر ورکړى و؛ خو جزيات يې روښانه شوي نه ول.
اوس به د دغه فرمان له مخې، له نوي جوړښت سره د ټاکنيزو بنسټونو غړیو د غوراوي کمیته خپل کار پيل کړي.
د دغه فرمان پر بنسټ، د غوراوي کمیتې په دغه جوړښت کې به د ملي شورا د دواړو جرګو ، د سترې محکمې مشران، د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کميسيون او د بشر حقونو کميسيون رييسان او د مدني ټولنې دوه غړي او استازي شتون ولري.