1393ټاكنې

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو فرمان به ژر لاسلیک شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو فرمان په څو راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وایي، د ولسمشر او اجراییه رییس په ناستو کې پریکړه وشوه چې دغه فرمان په څو راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.

په همدې حال کې ځینې مدني بنسټونه چې د ټاکنو په پروسه کې فعال دي، د دغه کمیسیون په جوړېدو کې د ځنډ له کبله نیوکه کوي.

ټاکل شوې وه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو فرمان لاسلیک شوی وای، دوه چهارشنبې تېرې شوې؛ خو دغه فرمان لاسلیک نه شو.

که څه هم مخکې له دې ویل شوي و چې د دغه کمیسیون په جوړېدو کې د ځنډ علت دا دی چې په دې برخه کې مشورې وشي، خو اوس اجراییه ریاست وایي، په لنډو ورځو کې به دغه فرمان لاسلیک شي.

 

ظاهراً لیدل کیږي چې اجراییه ریاست هم د کمیسیون د جوړېدو لپاره د فرمان په لاسلیک کې د ځنډ له کبله ناراضه دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې برخه کې خبرو ته حاضره نه شوه.

خبریال:حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version