1393ټاكنې
د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون حکومت ته خپلې لومړنۍ مشورې وړاندې کړې
له څلوېښتو ورځو بحثونو او جنجالونو وروسته، د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون په یوولسو برخو کې خپلې لومړنۍ مشورې د افغانستان حکومت ته د يوې ټولګې په توګه وړاندې کړې. د دې وړاندیز شوې ټولګې په بنسټ باید د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته زمینه برابره شي.
ددي وړاندیز شوې ټولګې مهمې برخې:
ـ د اداري واحدونو له مخې نه بلکې بايد چې د هر ولایت د نفوسو په کچه ټاکنیزې حوزې ځانګړې شي.
ـ د رايې ورکوونکو تازه نوملړ معلوم شي او د دې نوملړ له جوړېدو مخکې دې هېڅ ټاکنې نه ترسره کېږي.
ـ د برېښنایې تذکرو وېش باید ژر تر ژره پيل شي.
ـ د رایې ورکونې اوسني کارتونه باید باطل اعلام شي.
ـ داسي بنسټ رامنځ ته شي چې په وړاندې یې ټاکنیز کمیسیونونه ځواب ویونکي وي.
ـ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنې پر مهال د څه له پاسه زرو لنډمهاله کارکوونکو د جذبولو پر ځای د ښوونځيو له ښوونکو، د پوهنتون له استادانو او دولتي کارونکو څخه کار واخلي.
ـ د افغانستان ټاکنیز نظام باید د واحد او د لېږد نه وړ له سېستم څخه په موازي سېستم چې په هغې کې په ولسي جرګې کې د سیاسي ګوندونو ونډه څرګنده کېږي بدل شي.
حکومت هم ژمنه کوي چې د دې وړاندیزونو د پلي کولو لپاره عملي کارونه پيل کړي.
له هغې جملې اجرایي رییس یو ځل بیا د الکترونیکي تذکرو پر ژر وېش ټینګار کوي.
وبه کتل شي چې حکومت به کله دا وړاندیزونه عملي کړې، آیا په لږ وخت کې به د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه معلومه شي؟
هغه پوښتنې دي چې د افغان ولسمشر او اجرایي رییس له خوا د عملي ګامونو د اخیستو سره به یې ځواب وموندل شي.