تازه خبرونه

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون له بې پروگرامۍ سره مخ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نږدې یوه اوونۍ کیږي، چې ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د کمیسیون د جوړیدو فرمان لاسلیک کړی؛ خو تر اوسه دغه کمیسیون له بې پروگرامي سره مخ دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ(د وري لومړۍ) په یوه فرمان کې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د یوه کمیسیون د جوړیدو منظوري ورکړه.

د دغه فرمان له مخې، دغه کمیسیون په ټاکنیز نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو د را منځته کولو، د ولسي نظام د غښتلتیا، دولتي بنسټونو ته د خلکو د باور د جلبولو، د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا او د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وایي:

یوه اوونۍ کیږي، چې ولسمشر په دې برخه کې فرمان صادر کړی؛ خو روښانه نه ده، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون کار به کله پیلیږي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده ټینگار کوي، چې دغه کمیسیون باید ژر په کار پیل وکړي.

د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره د یوه کمیسیون پر جوړیدو هوکړه د محمد اشرف غني او داکترعبدالله عبدالله تر منځ د ملي وحدت حکومت د سیاسي توافق یوه مهمه برخه جوړوي؛ وبه لیدل شي، چې دغه بهیر څرنگه پر مخ ځي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

 

Trending

Exit mobile version